زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1445-10-25  |  2024-05-04  |  تازه شوی په: 2024/05/04 - 05:09:0 FA | AR | PS | EN
هندي پولیسو افغان جنرال کونسلې ذکیه وردګ سره ۲۵ کیلو ګرامه سره زر نیولي             محمد یعقوب مجاهد د آذربایجان له سفیر سره وکتل             په رسنيو کې د ښځينه خبريالانو حضور ۱۷سلنه زيات شوی             واشنګټن د فلسطین پر رفح ښار د اسراییل د برید د پلان ملاتړ نه کوي             ننګرهار کې ۳۴زره ټابلېټ‌کا ګولۍ نيول شوې             روغتیایي ستونزې او اقلیمي بدلونونه د افغان کارګرو ژوند ګواښي             د کرکټ شل اوریز نړیوال جام ته د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه             جان بس په قطر او اسلام اباد کې "پر افغانستان" غږېدلی             یو شمېر اروپایي هېوادونه به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني             یوې ښځې ۸۰ نورو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې             په افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسينو څلور ورځنۍ کمپاين پيل شو             د اوکرايين پوځ مشر وايي په لومړۍ کرښه کې وضعيت خراب شوی             د منځنۍ آسیا د هېوادونو لپاره اصلي ګواښ په افغانستان کې سختدریځې ډلې دي             په جلال‌اباد ښار کې سېلابونو ځاني او مالي زيانونه اړولي             پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ‘پي‌ او آر’ کارتونو وغځول شوه            

تاريخ النشر: 2024/02/06 - 07:20:4
زيارة: 247
مشاركة مع الـأصدقاء

هغه سندرغاړې چې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې یې وویلې
 هغه سندرغاړې چې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې یې وویلې

انصار: (د سلواغی ۱۷ مه)، له نن څخه یو کال پخوا د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په ۶ مه د هند نامتو سندرغاړې لتا منګیشکر (د فبرورۍ ۶ مه) د ۹۲ کلونو په عمر په مومبی کې مړه شوه.

لتا منګېشکر په ۱۹۴۲ م کال په دیارلس کلنۍ کې په سندرو ویلو پیل وکړ او په خپل ژوند کې یې تر ۳۰ زره ډېرې سندرې وویلې.

لتا منګېشکر، چې د هند د بُلبلې او د میلوډي ملکه په شان لقبونه ورکړل شوی و، د هند موسیقۍ ته د خدمت په خاطر ډېره ستایل کېده او نه یوازې په هند بلکې په نورو هیوادونو کې هم ګڼ میډالونه ورکړل شوي وو. لتا په یوه هنرمنده کورنۍ کې ستره شوې او موسیقي یې له پنځه کلنۍ څخه د خپل پلار پنډټ دینا نات څخه زده کړه.

دا د ۱۹۲۹ م کال د سپټمبر په ۲۸ نېټه مدهیاپردېش کې زېږېدلې. د دې پلار دینانات منګېشکر د کلاسیکي موسیقۍ سندرغاړی او د تیاتر لوبغاړی و. مور یې شیوانتي، چې د دینانات دوهمه رمن وه، د ګوجرات اوسېدونکې وه.

هغې په ۱۹۴۲ کې د خپل پلار له مړینې وروسته د خور او ورور مسولیت په غاړه واخیست او له هماغه کال یې لومړي ځل لپاره یو فلم ته سندره وویله، که څه هم چې هغه وخت د پاملرنې وړ نه شوه، خو څو کاله وروسته د هغې غږ په هندي فلمونو کې یو د خورا محبوبو آوازونو څخه شو.

لتا مګېشکر له څه مودې راهیسې ناروغه وه او د مومبی په "ممبای بریج" روغتون کې بستري وه.

د میرمن منګشیکر حالت وروسته له هغې خراب شو چې د جنورۍ میاشتې په ۱۱ د درملنې او روغتیایي څارنې لپاره د ممبای بریج روغتون ته انتقال شوه او ډاکترانو وموندله چې هغه په کوویډ۱۹ ناروغۍ او سینه‌بغل اخته ده.

میرمن منګشیکر، د خطرناک روغتیایي وضعیت په خاطر ۲۰ ورځې د ځانګړې څارنې په څانګه کې د مصنوعي ساه له دستګاه یا ونتیلاتور سره وصل وه، خو د یو څه ښه کیدو وروسته د ډاکترانو په سپارښتنه د مصنوعي ساه له دستګاه لرې شوه.

لتا منګیشکر په هندي فلمونو کې په خپل جادویي غږ د هند، افغانستان او یو شمیر ګاونډیو هیوادونو د خلکو کورونو ته لاره وموندله او د څه دپاسه ۱۰۰۰ هندي فلمونو لپاره یې سندرې ویلې دي. دې د عمر تر پایه واده ونه کړ.

د هند صدراعظم او ګڼو هندي سیاستوالو او مخکښو هنروالو د لتا منګېشکر مړینه داسې لویه ضایعه وبلله چې جبرانېدای نه شي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30014






*
*

*



قرأ

د طالبانو لخوا « د ممنوعه کتابونو» لېست جوړ شوی


د هندي سینما په یوه نوي فلم کې د افغان لوبغاړي مرکزي رول


ننګرهار کې میمله باغ او د وزیرګل محمد خان کلا رغول کیږي


دارالامان ماڼۍ نن د عامو سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږي


کندهار کې د یو شمېر تاریخي ځایونو د بیا رغوونې چارې پیل شوې


سونیتا علیزاده د فرانسې د سولې نوښت د “آزادۍ جایزه” خپله کړه





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان